امریکا وايي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ښایي له ایران سره ډېر ژر هوکړه وشي

هرمز تنګی

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وایي چې واشنګټن او تهران ښايي تر چهارشنبې پورې یوې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې به‌یې د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي او دا به د انرژۍ د بیو له ثبات سره مرسته وکړي.

بېسنټ «سي اېن بي سي» ته ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او امکان شته چې د دغې مهمې سمندري لارې د پرانیستلو او د وضعیت د عادي کېدو لپاره هوکړه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي چې واشنګټن د عمان او ایران ترمنځ په هغو خبرو کې ښکېل دی چې د هرمز له تنګي څخه د تګ راتګ د زیاتېدو په اړه روانې دي.

هغه ویلي چې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو لا وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ لپاره یو مهم مسیر دی چې له جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه د تېلو لېږدونه له همدې لارې ترسره کېده.

ایران رد کړې چې له امریکا سره مستقیمې خبرې روانې دي.

بېسنټ ویلي چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل به د بېړیو تګ راتګ اسانه کړي او ښايي د انرژۍ بیې بېرته راټیټې کړي.

د هرمز تنګي د احتمالي بیا پرانیستلو په اړه له روانو خبرو سره هم‌مهاله د سې شنبې په ورځ په نړۍ کې د اومه تېلو بیې بیا شاوخوا ۴ سلنه راولوېدې.

د برینټ اومه تېلو د یوه بېرل بیه نږدې ۸۰ ډالرو ته او د وېسټ ټکزاس اومه تېلو د هر بېرل بیه ۷۶ ډالرو ته رسېدلې.