نن د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل

ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره نن په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او برېښنا، زورورو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکوي.

یادې ادارې د دوشنبې ورځې، د اسد په ۱۲مه، په اېکس (پخواني ټویټر) خبرپاڼه کې ویلي، چې د سې شنبې په ورځ، د اسد په ۱۳مه، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو احتمال شته.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې همدارنګه ویلي، چې د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو سره د سختو بادونو د لګېدو احتمال هم شته، چې سرعت یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو په ساعت پورې رسېږي.

دا خبرداری داسې مهال خپرېږي، چې په وروستیو ورځو کې په نورستان او یو شمېر ګاونډیو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې، د دغو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.