د روغتیا وزیر نورجلال جلالي د سه شنبې په ورځ دعامې روغتیا د پنځه کلنې ملي ستراتیژي د اعلان په مناسبت غونډې ته وویل چې یاده ستراتیژي د روغتیايي خدماتو د لا پیاوړي کولو او خلکو ته د اوسني عصر د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ده.
هغه زیاته کړه چې د داخلي تولیداتو ملاتړ ددغې ستراتیژي بله اساسي موضوع ده چې په پلي کیدلو سره به یې د درملو ، طبي ملزمو او واکسینونو تولیدات حمایه شي او په دې برخه کې په نورو ملکونو اتکا راکمه شي.
ښاغلي جلالي سره لدې چې وویل په هیواد کې زیات شمیر تخصصي او مسلکي کدرونه شته خو له هیواده بهر ډاکټرانو باندې غږ وکړ چې "که چیرې علاقه ولري او وغواړي نوی علم او هنر په دې رشته کې افغانستان ته راوړي نو دافغانستان دروغتیايي سکتور دروازې ورته خلاصې دي."
دغه ستراتیژي په داسې مهال اعلانیږي چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم د بهرنیو مرستو په کمیدو او هیواد ته د ملیونو کډوالو په ستنیدو سره ترسخت فشار لاندې دی ، په لیرې پرتو سیمو کې خصوصا د ښځینه ډاکټرانو کمی محسوس دی اوپه عین حال کې نجونه او ښځې د طبي زده کړو په عالي موسساتو د تحصیل څخه هم منع شوي دي.