ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي ښايي د هرمز تنګی ترسبا بېرته پرانیستل شي

ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د څرګندونو په مهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، اوس مهال له ایران سره داسې خبرې روانې دي چې هدف یې دا دی څو د هرمز تنګی تر سبا بېرته پرانیستل شي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د اسد په ۱۲مه، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «دا د هغوی لپاره وروستی فرصت دی چې یوه ښه هوکړه لاسلیک کړي، که نه نو سختې پایلې به ولري.»

د هغه په وینا، دغه خبرې د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو په غوښتنه ترسره کېږي.

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران یو شمېر چارواکو او ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ له امریکا سره د هر ډول مذاکراتو ترسره کېدل رد کړي وو.

د امریکا ولسمشر وویل د دغو خبرو اساسي موضوع دا ده چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، خو زیاته یې کړه چې همداراز داسې مذاکرات هم روان دي چې له مخې یې تهران تر سبا د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.

ټرمپ تر دې وړاندې په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل (Truth Social) کې لیکلي وو چې: «هرمز تنګی اوس مهال په بشپړه توګه د امریکا د سمندري ځواکونو تر کنټرول او زموږ د محاصرې لاندې دی؛ یا لکه ځینې یې چې بولي، د امریکا فولادي دېوال.»

هغه ټینګار وکړ چې ایران ته به اجازه ورنه کړي چې د هرمز له تنګي څخه د کښتیو د تېرېدو لپاره حق العبور واخلي.

د امریکا ولسمشر همداراز وویل، د نفتو لوی شرکتونه د ایران سره د جګړې له امله د خامو تېلو د کمښت او د بیو د لوړېدو له کبله «له حده زیاتې ګټې» ترلاسه کوي.

ټرمپ وویل: «زه له دې وضعیت خوښ نه یم. هغوی له اړتیا او کمښت څخه په استفادې ډېرې پیسې ګټي، او دا سمه نه ده.»