د بشري حقونو د څارسازمان: د طالبانو واکمنۍ په افغانستان کې د بشري حقونو بحران لا ژور کړی دی

د بشري حقونو د څار سازمان (هیومان رایټس واچ) وايي، پنځه کاله وروسته له هغه چې طالبانو واک تر لاسه کړ، افغانستان لا هم په نړۍ کې د بشري حقونو له تر ټولو سختو بحرانونو سره مخ دی، او ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په خپاره شوي راپور کې ویلي، طالبانو د ښځو او نجونو د زده‌ کړې، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د ګډون حقونه په پراخه کچه محدود کړي دي. افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته زده ‌کړو څخه راګرځول شوي دي.

د بشري حقونو د څارسازمان وايي، طالبانو د رسنیو پر ازادۍ هم محدودیتونه زیات کړي، خبریالان، فعالان او منتقدین یې نیولي او له ناوړه چلند سره یې مخ کړي دي. دغه سازمان زیاتوي چې د طالبانو نوي قوانین د مذهبي لږکیو په وړاندې تبعیض زیاتوي او د ښځو لپاره قانوني خوندیتوب کمزوری کوي، په ځانګړي ډول د کورني تاوتریخوالي او کم عمره ودونو په برخه کې.

راپور خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخیدو دی او شاوخوا ۴۰ سلنه نفوس، یعنې له ۱۷ میلیونو ډېر کسان، سخت د خوړو له کمښت سره مخ کېدای شي، ځکه نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

دې سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي، د بشري حقونو د سرغړونو د حساب ورکولو د هڅو ملاتړ وکړي، د هغو افغانانو جبري ستنول ودروي چې د ځورونې له خطر سره مخ دي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.

راپور همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یادونه کړې او ویلي یې دي چې په مارچ میاشت کې په کابل کې د مخدره موادو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په هوايي برید کې، د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي وو.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو د څارسازمان د دغه نوي راپور په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي چې د شریعت له مخې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.