ریچارډ بینیټ: آیرلنډ دې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملې لوبډلې ته د لوبو بلنه ورکړي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکونکي ریچارډ بینیټ وایي، د ایرلنډ کرکټ بورډ دا فرصت لري چې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ په عمل کې وښيي او د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته بلنه ورکړي چې په ایرلنډ کې لوبې وکړي.

بینیټ د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دغه بورډ باید له دې فرصته ګټه واخلي او همدارنګه د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) له خوا د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې د رسمي پېژندنې ملاتړ هم وکړي.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د اګست له ۵مې څخه تر ۱۴مې پورې په ایرلنډ کې د پنځو یوورځنیو (ODI) سیالیو په لړۍ کې له ایرلنډ سره ولوبېږي.

د آیرلنډ د کرکټ ادارې د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو یو ورځنیو سیالیو لپاره یې د اعتراضونو احتمال ته په پام مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره یې همغږي کړې، څو ټولې پنځه لوبې په خوندي ډول ترسره شي.

د دغو سیالیو کوربتوب د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.