د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ایران سره به خبرې د دوشنبې ورځې په ماسپښین، د زمري په ۱۲مه، پیل شي، خو د خبرو د ځای، ګډونوالو او د احتمالي هوکړې لپاره د ټاکل شوې مودې په اړه یې څه ونه ویل.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په ځانګړې الوتکه ایرفورس ون کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې غواړي له ایران سره یوه هوکړه وشي، ځکه د هغه په خبره، دی نه غواړي "خلک ووژل شي."
ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې پر ایران یې د احتمالي پوځي برید پلان په دې په هیله ځنډولی چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو او د ایران د اټومي لانجې د حل لپاره ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.
په همدې حال کې، د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر او د پاکستان د پوځ له مشر سره د ډیپلوماټیکو هڅو په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.