د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د پولیسو پریوه ماموریت په ځانمرګي برید کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د رویترز د راپورله مخې دا پیښه تیرماښام د دې ولسوالۍ په کبل سیمه کې داسې مهال شوې چې په همدې سیمه کې د یکشنبې په ورځ د سیمې د اوسېدونکو له خوا د پولیسو په ملاتړ یوه غونډه روانه وه. خو سمدستي نده څرګنده چې ایا د دغه برید اصلي هدف همدا غونډه وه که نه.
په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي فدا حسین رویټرز ته وویل چې په وژل شویو کې پنځه پولیس او اته ملکي وګړي شامل دي. هغه زیاته کړه چې څوارلسم وژل شوی کس ښايي ځانمرګی بریدګر و. د پولیسو د یوې اعلامیې له مخې، لږ تر لږه ۱۸ کسان هم ټپیان شوي دي.
د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) وسله والې ډلې په یوه اعلامیه کې د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوه اعلامیه کې د دې ځانمرګي برید له امله "ژوره خواشیني او خفګان" څرګند کړی دی.
د پاکستان په سرحدي سیمو کې په وروستیو میاشتو کې وسله وال بریدونه په څرګند ډول زیات شوي، چې تر ډېره د پوځ او پولیسو ځواکونه په نښه کوي.
د پاکستان حکومت د دغو بریدونو د زیاتوالي پړه پر افغان طالبانو اچوي او تور پورې کوي چې دوی د وسله والو ملاتړ کوي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل رد کړي دي.