زیلینسکي له لویدیځ وغوښتل چې هرڅومره ژر چې کیدای شي، پټرویټ توغندي ورکړي

د روسیې له خوا پر کییف او د اوکراین پر نورو ښارونو د وروستیو مرګونو هوايي بریدونو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له خپلو لوېدیځو متحدینو څخه یوځل بیا غوښتنه وکړه چې اوکراین ته دې د پېټرویټ هوايي مدافعې توغندیو او نورو اړینو وسلو د لېږد بهیر چټک کړي.

زېلېنسکي تیره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې د مسکو وروستیو بریدونو ته په اشاره چې د ده په خبره د اوکراین پرښارونو یې ۳۵ کروز او بالستیک توغندي او نږدې ۱۹۰ بې‌پیلوټه الوتکې توغولې، وویل:

"موږ د روسیې د دې ترهګرۍ پر وړاندې ځوابونو ته اړتیا لرو؛ د نړۍ له خوا رښتیني ځوابونه غواړو."

هغه د اګست په لومړۍ نېټه ناوخته وویل: "په نړۍ کې هر څوک باید دا وویني چې روسیه د جګړې په اوږدولو سره د وژلو نوې لارې زده کوي او دا به یوازې پر اوکراینیانو پورې محدودې نه وي."

زېلېنسکي دغه ناهیلي داسې مهال څرګندوي چې داسې بریښي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا زړه نازړه شوی چې ایا کیف ته د دې اجازه ورکړي چې په خپله د پېټرویټ توغندي تولید کړي؟