کابل کې د جنایي جرمونو له زیاتوالي د خلکو شکایت، تېره شپه ۷ وسله وال غله وژل شوي دي

کابل کې د جنایي جرمونو په تور نیول شوي کسان، انځور د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له پاڼې

د پلازمینې یوشمېر اوسېدونکي وایي چې په دغه ښار کې جنایي پیښې په ځانګړې توګه د مبایل ټیلفونونو غلاوې ډیرې شوي. که څه هم د پیښو د لوړېدو یا کمېدو کوم رسمي ارقام نشته، خو کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي چې د یکشنبې په شپه ۷ وسله وال غله له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.

جنایي پيښې او د ټولو په سر کې د مبایل ټیلفونونو غلا د یوشمېر کابل ښاریانو له لویو اندیښنو څخه ده.

د سید نور محمد شا مېنې (کارته نو) د سر تپې اوسېدونکی احمد خالد وايي د شپې په تیاره کې خو د کور مخته غلو ترې موبایل او پیسې اخیستې دي، نوموړی زیاتوي که څه هم هیڅ مقاومت یې نه دی کړی خو بیا هم غلو په چاقو پرې وارونه کړي چې برسیرن په اوږه ټپي شوی دی: " برق نه و، تیاره وه، بیخي کور سره نېږدې یو دوه کسان له هاخوا راغلل، ویل ماما څو بجې دي، ما موبایل ولګوو چې وګورم څو بجې دي، څو مې چې موبایل ته کتل بیا رانه تاو شوي وو، چاقوګان یې راپسې راواېستل، ویل خبرې ونه کړې، موبایل یې رانه واخیستو، موبایل خو دومره قیمتي نه و، خو څو افغانۍ وې هغه یې هم رانه واخیستې."

چاقوګان یې راپسې راواېستل، ویل خبرې ونه کړې، موبایل یې رانه واخیستو
د کابل اوسیدونکی

دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې مخکې یو شمیر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د موبایلونو غلو د کابل د احمد شاه بابا مینې ( ارزان قیمت) په دوهم بلاک کې دولسمې حوزې ته څېرمه د ارمان خان په نوم یو ځوان د موبایل لپاره په غاړه په چاقو وهلی چې بیا یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده، خو د طالبانو حکومت امنیتي ادارو په دې اړه هیڅ هم نه دي ویلي.

ازادي راډیو ته د سیمې یو اوسېدونکي هم تایید کړه چې دا پېښه را منځته شوې.

ده چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وویل:" دا څو ورځې مخکې زمونږ په سیمه کې یو ځوان و چې د غلو له خوا په چړو وهل شوی و، صرف د یو مبایل لپاره، نو نن، سبا چې مونږ ګورو وضعیت ډیر زیات خرابه شوی دی، زمونږ له دولت نه دا هیله ده چې دې ساحو کې ګزمې زیاتې کړي، که په نیمه شپه یو مریض ولرې نه شې راوتلای، ډار به درسره وي چې اوس به درباندې حمله کېږي، اوس به حمله کېږي."

د احمد شاه بابا مینې د دولسم بلاک یو اوسېدنکي احمد فرید بیا ازادي راډیو ته وویل چې جیب وهونکو ترې موبایل وهلی دی: "دوهمې چهاراهۍ ته چې ولاړم هلته ګڼه ګوڼه ډېره ده، کورته چې راغلم موبایل مې نه و، زه داسې فکر کوم چې کیسه بر وهلی دی، ځکه جیب مې پرې شوی و. "

وموغوښتل د موبایلو د غلاوو په اړه چې د یو شمیر کابل ښاریانو په خبره پېښې یې زیاتې شوي، کابل کې د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ نظر هم واخلو خو ویاند یې خالد ځدران د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو دغه قومندانۍ ډېر ځله په خپلو ټولنیزو پاڼو د غلو د بېلابیلو ډلو د نیونې خبره کړې ده.

په تازه پیښه کې د کابل امنیه قومندانۍ ویلي چې د یکشنبې په شپه یې د ۸مې حوزې اړوند ۷ وسله وال غله وژلي دي.

خالد ځدراڼ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، دغه غله د ستانکزۍ مینې په سیمه کې له پولیسو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شول.

که څه هم طالبان په افغانستان کې د امنیت د خوندیتوب ادعا کوي خو د امنیتي چارو یو شمیر پوهان بیا، امنیت یوازې د جګړو درېدل نه بولي بلکې بشپړ خوندیتوب یې ګڼي.

له دې ډلې اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل:" د امنیت مفهوم یوازې د جنګ نه شتون نه دی، بلکې یوه ټولنه هم ټولنیز امنیت ته ضرورت لري، هم رواني امنیت ته ضرورت لري، هم اقتصادي امنیت ته ضرورت لری، که د دغو هر مورد موجود نه وي هغه سالمه ټولنه نه ده، په یقین سره چې دغه ټولنه او وګړې به یې د ناخوالو ښکار وي او دا ناخوالې به دوام ومومي."

ټولنپوهان بیا بیکاري او بې وزلي د دغه ډول پیښو یوه سرچینه بولي او د مخنیوي لپاره یې ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو او د پولیسو د څار پر زیاتوالي ټینګار کوي.