متحده عربي امارات هڅه کوي چې له ایران سره کړکېچ کم کړي، خو په عین حال کې له امریکا او اسرائیل سره خپلې پوځي او امنیتي همکارۍ هم پیاوړې کړي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې د سیمه ییزو کړکېچونو د زیاتېدو په شرایطو کې دا متوازنه تګلاره د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو د خوندي کولو لپاره غوره شوې ده.
فایننشل ټایمز ورځپاڼې، له موضوع د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د متحده عربي اماراتو مشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان، خپلو درېیو وروڼو ته د ایران له چارواکو سره د اړیکو د مدیریت دنده سپارلې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ راکم کړي. په دې ډله کې د ولسمشر مرستیال شیخ منصور بن زاید آل نهیان، د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان، او د ملي امنیت سلاکار شیخ طحنون بن زاید آل نهیان شامل دي.
د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، د شیخ منصور بن زاید او د ایران د پارلمان د رئیس محمدباقر قالیباف ترمنځ، او همدارنګه د شیخ عبدالله بن زاید او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ وروستۍ ټیلیفوني خبرې د دې ډیپلوماتیکو هڅو له نښو څخه دي.
راپور زیاتوي چې متحده عربي اماراتو دا تګلاره د ایران او امریکا ترمنځ د نازک اوربند له رامنځته کېدو وروسته پیل کړه، او د جون په ۱۲مه د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته یې خپلې هڅې لا زیاتې کړې.