د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې تر هغو به پر ایران نوی برید وځنډوي، تر څو چې د ایران د اټومي پروګرام د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره د یوې چټکې موافقې د ترلاسه کېدو امکان موجود وي.
هغه په خپل تازه پیغام کې لیکلي چې له ایران سره د "یوې موافقې د لومړنیو چوکاټونو" په اړه هوکړه شوې ده.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشیل" کې ولیکل چې ایران او "د منځني ختیځ نور هېوادونه" د داسې یوې موافقې د بشپړولو لپاره د وخت غوښتنه کړې، چې د هرمز تنګي "سمدستي، بشپړ او هر اړخیز پرانیستل" او "د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسېدل" تضمین کړي.
هغه زیاته کړه: "د دې غوښتنې پر بنسټ، د نړۍ د ښې راتلونکې او همدارنګه د یوه بریالي او هوسا ایران د بقا لپاره، ما د برید له لغوه کولو سره موافقه کړې ده، په دې شرط چې ژر تر ژره یوې موافقې ته ورسېږو."
ټرمپ وویل، اسرائیل هم "په دې ژمنه کې له ما سره یوځای کېږي." اسرائیل تر اوسه په دې اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویلي.