ریچارډ بېنېټ د نیمروز په دښتو کې د ۱۹ ځوانانو مړینه "وحشتناکه" وبلله

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، د هغو ۱۹ افغان ځوانانو د مړینې پیښه چې ایران ته د ناقانونه لارو د تګ په ترڅ کې یې د نیمروز په دښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، "وحشتناکه" بللې ده.

بېنېټ د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د هغو اصلي لاملونو څېړنه او حل، چې خلک دا ډول له ناهیلۍ ډکو او خطرناکو سفرونو ته اړکوي، خورا مهم دي.

په دې وروستیو کې د هغو ۱۹ ځوانانو مړي موندل شوي چې غوښتل یې له قاچاقي لارو ایران ته ولاړ شي، خو د نیمروز په سوځنده دښتو کې د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي وو.

د دغو کسانو له ډلې د پنځو مړي شاوخوا دوه اوونۍ مخکې او د ۱۴ نورو مړي تېره جمعه وموندل شول.

د دغو ۱۴ کسانو مړي د شنبې په ورځ له نیمروز څخه د بادغیس ولایت د دره بوم ولسوالۍ ته د هغوی اصلي سیمې ته ولېږدول شول.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) هم دا پېښه خواشینوونکې بللې او هغه یې یوه ژوره تراژیدي یاده کړې ده.