د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې د طالبانو او ځایي خلکو ترمنځ په نښته کې درې تنه وژل شوي دي

د بدخشان ولایت په یفتل پایین ولسوالۍ کې ځايي سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې د شنبې ورځې له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ د اتفاق بازار په سیمه کې، وروسته له هغې چې د طالبانو غړو د یوې ښځې بدني تلاشي وکړه، د ځایي خلکو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

د سرچینو په وینا، په دې نښته کې دوه تنه ځایي اوسېدونکي او د طالبانو د ځواکونو یو غړی وژل شوي او اووه تنه ځایي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.

ازادي راډیو د ځینې محدودیتونو له امله نه شي کولای دغه شمېرې او ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

د سرچینو په خبره، د طالبانو ځايي ادارې د وضعیت د کنټرول لپاره، دې سیمې ته چې د ولسوالۍ له مرکز څخه څو کیلومتره لرې پرته ده، نور ځواکونه هم استولي دي.

د دې خبر تر خپرېدو پورې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي. ازادي راډیو د بدخشان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ له ویاند، احسان‌الله کامګار، څخه هم په دې اړه پوښتنه کړې، خو نوموړي د دې خبر تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب ورنکړ.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د" سپاهیان میهن" په نوم یوې نوې جوړې شوې جبهې د یفتل پایین ولسوالۍ کنټرول د څو ساعتونو لپاره په خپل لاس کې اخیستی و.

لږ تر لږه دوو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې له هغې راهیسې په سیمه کې د طالبانو د ځواکونو حضور زیات شوی او د خلکو او کورونو د تلاشیو لړۍ هم پراخه شوې ده.