یوناما یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لیرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرسته جورجیت ګانیون

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو لګول شوی بندیز لیرې کړي.

هغې دا څرګندونې کابل د استالف ولسوالۍ د نجونو د یوه ښوونځي څخه له لیدنې وروسته وکړې.

ګانیون په هغه وېډیو کې چې د جمعې په ورځ د یوناما په فېسبوک پاڼه خپره شوې، وايي چې واکمن چارواکي لا هم په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې په دولتي ښوونځیو کې له زده‌کړو منع کوي.

هغې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي، څو نجونې وکولای شي د خپل پرمختګ ترڅنګ د افغانستان په پرمختګ کې هم ونډه واخلي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې او وروسته یې په لوړو او نیمه لوړو تحصیلي بنسټونو کې د هغوی پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

د نړیوالو فشارونو او په افغانستان کې د خلکو له غوښتنو سره سره، د طالبانو حکومت تر اوسه دغه بندیزونه نه دي لغوه کړي.