له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ ۲۳۴۶ افغانان بېرته ستانه شول

ارشیف، تورخم کې د کډوالو په یو کمپ کې له پاکستان راستنې شوې افغان کډوالې مېرمنې

د طالبانو حکومت وايي چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۲۳۴۶ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د جمعې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې له دې ډلې څخه له دوو زرو ډېر کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې چې نږدې ۵۰۰ افغان کډوال هم له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جولای له ۱۰مې نېټې راهیسې د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو نوې لړۍ پیل کړې ده.

په دې موده کې لسګونه زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړل شوي دي.

له بلې خوا، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو څو ځله راډیو ازادي ته ویلي چې پر دوی فشارونه زیات شوي دي.

په دې وروستیو کې د بې پولې ډاکترانو سازمان (اېم اېس اېف) هم ویلي چې افغان کډوال په پاکستان کې د نیول کېدو، د کار او عاید له لاسه ورکولو او په زوره افغانستان ته د ستنولو له وېرې سره ژوند کوي.

دغه نړیوالې مرستندویه ادارې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.