ټرمپ: ایران سره جګړه ښه روانه ده او بالاخره به شاتګ وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې له ایران سره روانه جګړه “ښه پر مخ روانه ده” او د امریکا د پوځ بریدونو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ چې ایران به بالاخره شاتګ ته اړ شي.

ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې د ایران د جګړې د وروستیو پرمختګونو په اړه وویل: “هر څه ښه روان دي. یوازنی کار چې تاسو یې کولای شئ دا دی چې بریاوو ته دوام ورکړئ، بیا به په پای کې یو څه پېښ شي، خو موږ هغوی په سختۍ سره په نښه کوو، په بشپړه توګه مو مغشوش او بې وسه کړي دي او موږ یوازې بریا ته دوام ورکوو.”

هغه زیاته کړه: “په پای کې به دوی پرته له دې بله چاره ونه لري چې بېرته راوګرځي او شاتګ وکړي.”

د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه شوې دي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ چې متحده ایالاتو پر ایران یو لړ بریدونه ترسره کړي دي.

د جمعې له سهار راهیسې ایران هم ویلي چې پر کوېټ یې د بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی او د هرمز په تنګي کې یې پر دوو تېلو وړونکو بېړیو توغندي توغولي دي.