له پاکستان سره د لارو تړل کیدو او منځني ختیځ کې شخړې،د افغانستان د رخت او ګنډلو صنعت له ستونزو سره مخ کړې

ارشیف

له پاکستان سره د لارو اوږدمهاله تړلو او د منځني ختیځ شخړې، د افغانستان د رخت او ګنډلو اړوند خامو توکو صنعت او سوداګري له ستونزو سره مخ کړې ده. یو شمېر افغان ګنډونکي، متشبثین او سوداګر وایي، د یادو کړکېچونو له امله افغانستان کې د رختونو او نورو توکو موندل ورته سخت او څو برابره ګران شوي دي.

په کابل کې د ښځینه وو د کلتوري افغاني جامو د یو ډیزاین مرکز مشره او متشبثه هیله مایار وایي له هغه مهاله چې له پاکستان سره راکړه ورکړه درېدلې، د کار د پرمخ وړلو لپاره یې بازارونو کې د رختونو، چُرمو او د ګنډلو اړوند ځینو نورو موادو موندل ورته سخت او بیې یې څو چنده لوړې شوې دي.

«اوس رختونه، تار، مرۍ او ښیښې ډېرې قیمته دي، د جامو سمې نیمایي پیسو یې په توکو کې ځي.»

هیله چې له تېرو درې کلونو راهیسې په دې برخه کې هم خپله کار کوي او هم ورسره یو شمېر نورې نجونې په کار بوختې دي، وړاندې یې ازادي راډیو ته زیاته کړه:

کوم مواد چې له پاکستانه راواردېږي، ډېر قیمته او کمیابه شوي،زه خپله رختونه، تار،ښیښې او ځینو نور مواد له پاکستانه راغواړم اوس ډېره ستونزو سره مخ یم
هیله مایار


“کوم مواد چې له پاکستانه راواردېږي، ډېر قیمته او کمیابه شوي،زه خپله رختونه، تار،ښیښې او ځینو نور مواد له پاکستانه راغواړم اوس ډېره ستونزو سره مخ یم، دلته دا مواد په اسانه نه موندل کېږي که پیدا هم شي په دوه چنده بیه یې اخلو،مثلا مخکې مو یو کارتن ښیښې په اتیا افغانۍ اخیستې اوس هغه په ۲۰۰ یا ۱۸۰ افغانۍ اخلو،رختونه به مو چې مخکې دلته متر په ۲۰۰ یا ۲۵۰ اخیستل اوس هغه په ۴۵۰ افغانیو اخلو.”

دا وایي وار دمخه یې د ځینو جامو په تولید کې په اقتصادي اړخ زیان کړی او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي په خبره یې، کار به ټکنی او پېردونکي به یې نور هم کم شي.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکې او د خیاطۍ د یو سترې کارګاه مشرې چې ورسره کابو ۲۵ نورې ښځې هم کار کوي، هم ورته خبره کوي.

دې چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل ډېری توکي او رختونه یې وړاندې له ایران او پاکستانه واردېدل خو په خبره یې له شاوخوا ۵ میاشتو راهیسې د اړتیا وړ توکي یې د پخوا په بیه او اسانه ورته نه رسېدل چې په خبره یې اوس یې د یوې مودې لپاره خپل کار او بار درولی دی:

موږ ۱۵ ډوله جامې ګنډلې چې هغه کې د کارکوونکو یونیفورم، د ماشومانو او نارینه جامې هم وې، خو فعلا بازار یې ډېر خراب دی
هراتۍ میرمن


“موږ ۱۵ ډوله جامې ګنډلې چې هغه کې د کارکوونکو یونیفورم، د ماشومانو او نارینه جامې هم وې، خو فعلا بازار یې ډېر خراب دی،فعلا مې خپل کار درولی دی، که چېرې پیردونکي ډېر وي، د (توکو) بیې که لوړې هم شي دومره توپیر نه لري خو دا چې فرمایشونه کم وي بیا نو فایده نه لري نو اوس ډېر بازارونه خراب شوي.”

دوی له اړوندو سکټورونو غوښتنه کوي چې د افغانستان د سوداګرۍ په ځانګړې توګه د صنعت او تولید برخې ته بدیلې لارې ولټوي.

د رختونو ځینې افغان سوداګر او مسولین بیا وایي تر اوسه په افغانستان دننه د رخت د تولید زمینه برابره شوې نه ده او دوی اړ دي د ګنډلو د ګڼو نورو توکو تر څنګ رختونه هم له هېواده بهر؛ خو د تېر په پرتله له اوږدو ځنډونو او په لوړو لګښتونو وارد کړي.

له دې ډلې د رخت د اتحادیې مشر او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او رخت د کمیټې مشر حاجي ابو عبید ازادي راډیو ته وویل:

ډېر تاثیرات یې کړي ځکه مخکې چې له پاکستانه دا توکي راتلل کرایه یې کمه وه مثلا پر یو کانټینر درې یا څلور زره ډالر کېدل
حاجی ابوعبید


“ډېر تاثیرات یې کړي ځکه مخکې چې له پاکستانه دا توکي راتلل کرایه یې کمه وه مثلا پر یو کانټینر درې یا څلور زره ډالر کېدل، بیا چې بندر عباس نه رتلل لس یا دولس زره ډالر کېدل او اوس چې په حیرتانو بندر راځي تقریبا تر ۱۸ زره ډالر لګښت پر یو کانټینر راځي،له همدې امله دا توکي قیمته شوي،میلیونونه خلک دې برخه کې دلته کار کوي، دا ډېره ستره برخه دی په سوداګرۍ کې ځکه افغانستان کې د رخت هېڅ تولید نشته، ټول راواردېږي.”

ښاغلی عبید وایي دوی اوس د رختونه واردولو بدیل هند، چین او ترکیې ګرځولي.

هڅه مو وکړه په راپور کې د مرکه شویو کسانو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معلومات ولرو، خو ویاند یې عبدالسلام جواد د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر میاشت کې ویلي و چې د دوی حکومت به تر هغه د پاکستان پر مخ هېڅ ډول ټرانزیټي او د سوداګرۍ لارې نه پرانیزي چې څو یې په خبره یې، پاکستان دوی ته د دې تظمین نه وي کړی چې د سوداګرۍ لارې به د سیاسي او نظامي ستونزو له امله نه تړي.

د یادونې ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره د افغانستان ترانزیتي لارې د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لسمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته د پاکستاني چارواکو له خوا بندې شوې.

د ایران پر وړاندې بیا د امریکا او اسراییلو له نښتو وروسته د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه ‌ عربي متحده اماراتو کې په جبل علي بندر کې بند پاتې دي، چې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینره توکي یې د چابهار او جبل علي په ګډون بېلابېلو بندرونو کې درولي او هغه چې د حیرتانو له لارې افغانستان ته رسېږي د سوداګرو په خبره،څو برابره زیات لګښتونه پرې راځي.

افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی او د اړتیا وړ سوداګریزو توکو لویه برخه یې له ګاونډیو هیوادونو په ټرانزیټي لارو تامینېږي.