تیره شپه زرګونه کډوال د مراکش له لارې د افریقا په شمال کې دهسپانیې ترواک لاندې سبته ښارګوتي ته داخل شول.
د هسپانیې د پولیسو یوې سرچینې د جمعې په سهار فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۴۰ زره کډوال له مراکش څخه دغې سیمې ته په داسې حال کې ننوتي دي چې ټاکل شوې وه د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانشیز هلته ورسیږي.
د سرچینې په وینا، «د ټولې شپې په اوږدو کې د کډوالو د ورتګ بهیر په دوامداره توګه روان و.»
د هسپانیې پولیس سبته ښارګوتي ته د کډوالو د ورتګ دغه څپه د ۲۰۲۱ کال راهیسې دغه ښارګوتي ته د کډوالو ترټولو لویه څپه ګڼي.
اکثر دغه کډوال ځوانان او تنکي ځوانان دي چې سبتې ته د ورتګ په لار ددوی د ۱۸ کسانو مړینه تراوسه رپورټ شوې ده.
هسپانیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې دافریقا کډوال هلته په ورتګ سره هڅه کوي د اروپايي اتحادیې ځمکو ته داخل شي.