د طالبانو د یوې سرچینې ادعا: چترال کې د مخالفینو پناه‌ځایونه مو په نښه کړل

ارشیف، د افغانستان په بدخشان ولایت کې مېشت طالب ځواکونه

د طالبانو حکومت یوه باخبره سرچینه وايي چترال باندې د طالبانو وروستیو هوايي بریدونو کې، د وسله‌والو مخالفینو پناه‌ځایونه په نښه شوي دي.

د طالبانو حکومت دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې ونه‌غوښتل نوم‌یې خپور شي، د چهارشنبې په ورځ (د اسد په ۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان د چترال پر سیمه په دوو "غچ اخیستونکو" جلا بریدونو کې د مخالفو ډلو پناه‌ځایونه په نښه کړي دي.

سرچینه پرته له جزئیاتو زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د یادو ډلو یو شمېر غړي وژل شوي او پناه‌ځایونه‌یې هم له‌منځه وړل شوي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي او ازادي راډیو هم نه‌شي کولای د خپلواکو منابعو له‌خوا د دغو بریدونو یا مطرح شویو ادعاوو تأیید یا رد ترلاسه کړي.

سرچینه وايي دا بریدونه د مخالفو وسله‌والو له‌خوا د چترال له سیمې د بدخشان پر زیباک ولسوالۍ د شوي برید په غبرګون کې ترسره شوي دي.

تر دې مخکې، د طالبانو حکومت لوی درستیز، فصیح‌الدین فطرت، د شنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د پاکستان حکومت د طالبانو یو شمېر مخالفان سمبال کړي او زیباک ولسوالۍ ته‌یې استولي دي، خو د هغه په وینا، د طالبانو ځواکونو هغوی ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

بل‌خوا، د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې هم د شنبې په ورځ په خپلې اېکس‌پاڼې د یوې وېډیو په خپرولو ادعا وکړه چې د زیباک په نښتو کې یې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې او ادعا یې وکړه چې د طالبانو دوه بې‌پیلوټه الوتکې چې په ټکو یې د جبهې تر کنټرول لاندې سیمو کې یې عملیات کول، نسکورې کړې دي.