د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکوي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سخت بارانونه، ناڅاپي سېلابونه او د ځمکې ښویېدنې امکان لري ناچاوده مهمات رابرسېره کړي او د سیمې د اوسېدونکو او مرستندویانو ژوند له خطر سره مخ کړي.
اوچا د چهارشنبې په ورځ «د اسد په ۷مه» په خپل راپور کې ویلي چې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د افغانستان د مرکزي، ختیځو او سوېلختیځو سیمو ځینې برخې اغېزمنې کړې دي.
د دې ادارې په وینا، نورستان ولایت لا هم د سېلابونو له امله د اغېزمنو شویو سیمو تر ټولو بحراني وضعیت لري.
د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې په نورستان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او شااوخوا ۸۰ نور ټپیان شوي دي.
افغانستان چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له ډېرو زیانګالو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، په وروستیو کلونو کې د ویجاړوونکو سېلابونو له زیاتېدو سره مخ شوی دی.