ولې په سېلونو کې د سر او مال د زیان کچه لوړه وي، ایا له مخکې خبرداری شته ؟ نور څه باید وکړل شي؟

نورستان کې د وروستي سیلاب د زیانونو یو انځور

په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼ شمېر سیمو کې موسمي سیلابونو خلکو ته د سر او مال دروند زیان واړوه او د سیلونو څپه لا هم نه ده کراره شوې. ولې ډېر ځله په سېلونو کې د سر او مال د زیان کچه لوړه وي، ایا له مخکې خبرداری موجود دی؟ که شته څنګه او نور باید څه وشي؟

د نورستان د کامدیش اوسېدونکی ذاکرالله وايي چې وروستیو سیلابونو کې زیانمن شوی دی او د سیلاب له رارسیدو یوازې څو دقیقې مخکې ورباندې خبر شوی دی.

مونږ ته تقریباً دوه دقیقې به په کې وې چې خبر راکړل شو، هغه هم داسې چې بازار کې یو دم غوغا شوه چې سېلاب راغی
ذاکرالله


" مونږ ته تقریباً دوه دقیقې به په کې وې چې خبر راکړل شو، هغه هم داسې چې بازار کې یو دم غوغا شوه چې سېلاب راغی، نو مونږ چې تر څو ځان له صحنې ایستلو سیلاب راورسېدو، په منډه مې یو طرف ته ځان واېستلو، مانه شاته ډېر زیات مخلوق راروان و، خو چې مخ مې واړوو شاته هغوی څپو وچټ کړي وو او زمونږ مخې ته په سیند کې جسدونه روان وو . "

د کامدیش بل سېلاب ځپلی هدایت هم وايي له مخکې د سېلاب په اړه نه و خبر. دی زیاتوي چې ورور یې ویده و خو یو ناڅاپه راویښ شوی و چې له نیکه مرغه ژوندی پاتې شو.

ډیر یې په ویدو وړي دي، د ښاروالې چې شپږ مامورین وړل شوي دي ډیری یې ویده وو
هدایت


هغه وايي : " ډیر یې په ویدو وړي دي، د ښاروالې چې شپږ مامورین وړل شوي دي ډیری یې ویده وو، ان تر دې چې زما خپل ورور هم په کې ویدوه و، خو الله به د هغه اجل نه و راوستی، دا له خوبه راویښ شوی دی. "

په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې بیا سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

یوازې اوونۍ مخکې په نورستان کې په سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان یا ورک دي.

په دې اړه نور:

نورستان کې د ژغورنې او لټون عملیات دوام لري، ۱۰۵ کسان سېلابونو کې ورک شوي


که څه هم د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې اداره او د دوی د اوبو اوانرژۍ وزارت وخت په وخت د ولایتونو او ښارونو په کچه د خپلو ټولنیزو پاڼو له لارې وړاندوېنې خپروي او تر خطر لاندې سیمو اوسیدونکو ته د احتياط سپارښتنه کوي، خو د بغلان ولایت اوسېدونکی سېلاب ځپلی داوود وايي، ټول خلک د ځیرک تیلفونونو او انترڼیټ امکانات نه لري نو ښه به وي چې عامو خلکو ته له عامو لارو خبرداری ورکړل شي:" زما ټینکار دا دی چې که دا خبرداری یا خبر چې څومره ژر کېږي د سېلاب تر راتګ مخکې د جوماتونو یا لاودسپیکرونو له لارې خلکو ته ورسول شي دا به ښه وي، ځکه که خلک چمتوالی ولري بیا دومره نه زیانمن کېږي. "

زما ټینکار دا دی چې که دا خبرداری یا خبر چې څومره ژر کېږي د سېلاب تر راتګ مخکې د جوماتونو یا لاودسپیکرونو له لارې خلکو ته ورسول شي
داوود


د چاپیریال ساتنې د برخې یو شمیر کار پوهان هم له مخکې خبرتیا مهمه ګني او په دې برخه کې د کليو د سپین ږیرو او مشرانو، رضاکارو ځوانانو او رسنیو په اغیزمن رول هم ټینګار کوي:

له دې ډلې ساحل دوران ازادي راډیو ته وویل: " د جوماتونو د لودسپیکرونو له لارې دې امامان له لمانځه ورسته خلکو ته خبرداری ورکړي، همدارنګه د کلیو د سپین ږیرو او مشرانو له لارې هم کولای شي، د ځوانانو رضاکاره ټیمونه که موجود وي، هغوی هم کولای شي چې خلکو ته خبرداری ورکړي، که سیمه ییزې راډیو ګانې موجودې وي د دوی له خوا هم د بېړنیو خبرتاوو ورکول ډیر مهم دي، ځکه خلک لا هم راډیو اوري. "

د جوماتونو د لودسپیکرونو له لارې دې امامان له لمانځه ورسته خلکو ته خبرداری ورکړي
ساحل دوران

ښاغلی دوران زیاتوي چې خلک باید د احتماالي پېښود د مخنیوي لپاره د سېندونو غاړو ته کورونه او دوکانونه جوړ نه کړي، د بېړنیو حالاتو پر مهال باید خوندي لار ځانته معلومه کړي، مهم اسناد، پیسې او درمل په یو بکس کې له ځانه سره ولري، خوراکي توکي، پاکې اوبه او څراغ دا هم باید بېړنیو حالاتو لپاره چمتو شوي موجود وي، د شدیدو بارانونو پر مهال پلي یا په موټر کې په پلونو د تېرېدو هڅه ونه کړي او دغه شان ماشومان او د ډېر عمر لرونکي کسان باید لومړی خوندي کړل شي.

سیلاب هغه طبیعي پېښه ده چې په کې د اوبو اندازه له عادي حد څخه ډېرېږي او وچې سیمې لاندې کوي. سیلابونه عموماً د سختو بارانونو، د سیندونو د اوبو د زیاتوالي، د بندونو د ماتېدو، یا د واورو د چټک ویلې کېدو له امله رامنځته کېږي.افغانستان چې له اقلیمي بدلونونو یو متاثر هیواد دی سېلابونه په کې ډېر راځي.