د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا خبرداری ورکوي چې که په روان کال کې لازمه بودیجه ترلاسه نکړي نو په افغانستان کې به ملیونونه ماشومان له ژوند ژغورونکو روغتیایي او تغذیوي خدمتونو بې برخې شي.
اوچا د یکشنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې هر ماشوم د دې حق لري چې سالمه او پیاوړې وده وکړي. خو د بودیجې کمښت په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د ۵،۷ میلیونو ماشومانو او میندو لپاره د تغذیې پروګرامونه له ګواښ سره مخ کوي.
په افغانستان کې ښکیلو د ملګروملتونو ډیرو نورو ادارو هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړبللی دی. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په دې هیواد کې خوارځواکي پراخه شوې او په ځوارځواکۍ اخته ۵ میلیونه ماشومان او میندې درملنې ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د بودیجې د سخت کمښت له امله یې په افغانستان کې د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول درول شوي دي.