د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د یوې مخالفې وسله والې ډلې تر منځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي.
طالبان ادعا لري چې بریدونه یې په شا تمبولي خو د ازادۍ جبهه وايي چې جنګیالي یې لا هم هلته په نښتو بوخت دي.
شاوخوا څلور ورځې مخکې د بدخشان په زیباک کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې د جنګیالیو تر منځ د لومړنیو نښتو راپورونه ورکړل شوي.
د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت
د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت چې په خپله بدخشان ته تللی ادعا کوي چې په سیمه کې وضعیت عادی دی او برید په شا تمبول شوی.
طالبانو ته نږدې حُریت راډیو یوه ویډیو خپره کړې چې پکې فطرت ادعا کوي د پاکستان سره په پوله په صفري سیمه توپخانه کی دی او ټوله سیمه د دوی د پوځیانو تر کنټرول لاندې ده.
فطرت ادعا کړې چې د پاکستان حکومت ځینې مخالفان سمبالوي او زیباک ته یې استولي خو د طالبانو په بریدونو کې دغو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او یو شمېر یې بېرته د پاکستان شاه سلیم ته تللي.
«موږ دلته توپخانه سیمه کې یو چې صفري نقط ده. پاکستان د اسلامي امارت ځینو مخالفینو ته وسلې او امکانات ورکړي او له شاه سلیم ساحې نه دلته راغلي و چې ګویا په زیباک ولسوالۍ برید وکړي. دوی په کمه موده کې ګڼ یې ووژل شول او ګڼ نور یې ټپیان شول.»
د پاکستان حکومت لا د طالبانو د دغه لوړپوړي چارواکي د ادعا په اړه چې ګواکې پاکستان د طالبانو ځینې مخالفین په وسلو او امکاناتو سمبالوي او د بریدونو لپاره یې بدخشان ته استوي څه نه دي ویلي.
ازادي رادیو هم په خپلواکه توګه دا ادعاوې نه شي تاییدولی.
مخکې د جمعې په ورځ د طالبانو ۲۱۹ فرقې ادعا کړې وه چې د طالبانو سرحدي ځواکونو یو شمېر وسله وال کسان چې د پاکستان د چترال له لارې زیباک ته ننوتل تر برید لاندې نیولي او لږ تر لږه پنځه کسان یې وژلي.
خو د ازادۍ جبهې بیا ویلي و چې په مخامخ نښتو کې "۲۱ طالبان، چې د هغوی څو قوماندانان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي".
بدخشان له څو اوونیو د نا امنیو شاهد دی.
د چنګاښ ۲۶مه هم د "جبهه سپاهیان میهن" په نوم د یوې نوې جوړې شوې ډلې کسانو د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ کنټرول د څو ساعتونو لپاره په لاس کې اخیستی و.
که څه هم د طالبانو په وړاندې څو مخالفې ډلې جوړې شوي خو لانګ وار ژورنال په یوه مفصل راپور کې د افغانستان د ازادۍ/خپلواکۍ جبهې یادونه کړې چې په خبره یې د نورو مخالفو ډلو په نسبت د فعالیتونو لمن پراخه او له فعالیدو راهیسې یې په طالبانو لسګونه بریدونه کړي.
د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د فعالیت اعلان وکړ. دا جبهه د افغان پخواني پوځ د مخکیني لوی درستیز جنرال یاسین ضیا له خوا جوړه شوه او ادعا لري چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو پر ځواکونو بریدونه کوي.
طالبان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل وایي چې ټول افغانستان یې تر کنټرول لاندې دی او څوک وسله وال فعالیت ته نه پریږدي.