په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان

د دیرالزور- دمشق په لویه لار د شوې پیښې یو انځور

په سوریه کې د دوو بسونو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې په ورځ، د دمشق او د دېرالزور ولایت ترمنځ پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یو بس امنیتي ځواکونه لېږدول او بل بس ملکي کسان انتقالول.

د پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي چې له ټکر وروسته یو بس اور اخیستی دی.

د رپوټ په اساس د ټپیانو د لېږد او د ژغورنې د عملیاتو لپاره پوځي چورلکې هم د پېښې ځای ته استول شوې دي.

د سوریې چارواکو تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند کړی. دغه لویه لاره د پرله‌پسې ټرافیکي پېښو له امله د «مرګ سړک» په نوم هم پېژندل کېږي.

سوریه چې کلونه په کې کورنۍ جګړه روانه وه، د سړکونو په شمول یې پراخې زېربناوې زیانمنې شوي دي.