د افغانستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو د احتمال خبرداری

ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د نورستان په ګډون د ختیځو حوزود سیندونو د اوبو د کچې لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

دې وزارت د شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینو سره سم د اقلیمي بدلونونو له امله، د زمري له یکشنبې تر دوشنبې پورې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سېلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.

وزارت له خلکو غوښتي چې سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

بلخوا، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۰ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول نورستان کې، سختو بارانونو او سېلابونو سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. چارواکي وايي د تېرې اوونۍ په سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان یا ورک دي.