د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ د امریکا او ایران ترمنځ شخړو ته په اشاره ویلي چې په ایران کې افغان کډوال د تر ټولو زیانګالو کسانو له ډلې دي.
هغه د شنبې په ورځ، د زمري یا اسد میاشتې په درېیمه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې ډېری افغان کډوال په دغو شخړو کې له پامه غورځول کېږي.
بنېټ همداراز په ایران کې د افغانانو د اعدامونو دوام خواشینوونکی بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایران قضايي قوې د ګل محمد محمدي په نوم د یوه افغان وګړي د اعدام خبر ورکړی و. نوموړی د تېر کال د اعتراضونو له قضیې سره د تړاو په تور په اعدام محکوم شوی و.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د محمدي د اعدام حکم د چنګاښ میاشتې په ۲۸مه د اصفهان په یوه زندان کې عملي شوی دی.