د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په یوه درې ورځني سفر نن شنبې سوریې ته ورسید. دا له کله چې په دې هیواد کې کورنۍ جګړه پیل شوې وه، دمشق ته د ملګروملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفردی. د راپورونو له مخې نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې په سوریه کې د سیاسي انتقال له بهیر څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړي. په سوریه کې سیاسي بدلون څه باندې یو نیم کال وړاندې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبرکې هغه مهال رامنځته شوچې د دیارلس کلنې کورنۍ جګړې له پای ته رسیدو او د اوږدمهاله واکمن بشارالاسد د واکمنۍ له نسکوریدو سره د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ نویو واکمنو د دې هیواد واګې په لاس کې واخیستې.
د سوریې د دولتي خبري آژانس (سانا) د راپورله مخې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د دمشق په نړیوال هوایي ډګرکې د ګوتېرېش او د مل پلاوي یې هرکلی وکړ.
له دې وړاندې د ملګروملتونو پخوانی سرمنشي بان کي مون په ۲۰۰۹ کال کې سوریې ته تللی و، هغه هم دوه کاله مخکې تردې چې په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شي. په دې جګړه کې تر نیم میلیون ډېر کسان ووژل شول او ملیونونو نور له هیواده بهرکډه کولو ته اړشول.