د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، نن شنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
بدخشان، تخار، نورستان، بغلان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، سرپل او غور هغه ولایتونه دي چې پکې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی دی.
په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ میلی مترو پورې اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان ختیځ، په ځانګړي ډول نورستان، د سختو او ویجاړوونکو بارانونو او مرګونو سېلابونو شاهد و.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخې، د دغو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي، ۵ تنه ورک او ۱۲۵ تنه ټپیان شوي دي.
دغو سېلابونو همدارنګه په نورستان، پکتیا، پکتیکا، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.