د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې له ایران سره خبرې لا هم روانې دي خو نوموړي د دغو خبرو په اړه نور جزییات ورنه کړل.
ټرمپ د جمعې په ورځ د جولای په ۲۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو وویل چې واشنګټن او تهران د شخړې د پای ته رسولو لپاره مذاکرات کوي او زیاته یې کړه چې "موږ ورسره خبرې کوو. زما په اند، هغوی دا ځل رښتیا هم جدي دي."
ولسمشرټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په سیمه کې بریدونو زور اخیستی او روان وضعیت په منځني ختیځ کې د جګړې د لاپراخیدو خطرزیات کړی دی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې هم څو ځله د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو یادونه کړې او کله ناکله یې ادعا کړې چې د سولې یوه هوکړه نږدې ده، خو وروسته خبرې په ټپه درېدلې او پوځي عملیات بیا پیل شوي دي.
د ولسمشرټرمپ له دې څرګندونو مخکې د ورځې په پیل کې امریکايي ځواکونو بیا د ایران په بېلابېلو هدفونو بریدونه وکړل. ټرمپ تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې په اردن کې د درېیو امریکايي سرتېرو او په عراق کې د یو بل امریکايي پوځي تر وژل کېدو وروسته به ایران ته "ستره پوځي سزا" ورکړي.