د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې نښتې؛ د افغانستان د آزادۍ جبهه ادعا کوي چې د طالبانو پر پوځي اډو یې برید کړی دی

د «افغانستان د آزادۍ جبهې» ادعا کړې چې د دې جبهې ځواکونو د پنجشنبې له سهار راهیسې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو پر پوځي اډو بریدونه پیل کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت په ګډون د حکومت ویندویانو یې د دې راپور ترخپرېدو پورې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو ته نږدې رسنۍ " حریت راډیو" او ځینو نورو رسنیو د طالبانو د "۲۱۹ عمرثالث فرقې" په حواله لیکلي چې د طالبانو سرحدي ځواکونو د یو شمېر وسله‌ والو کسانو برید چې غوښتل یې زیباک ولسوالۍ ته داخل شي، په شا تمبولی دی.

دغو کسانو غوښتل د پاکستان د چترال له لارې سیمې ته داخل شي

دې فرقې ادعا کړې چې دغو کسانو غوښتل د پاکستان د چترال له لارې سیمې ته داخل شي او په نښتو کې "پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي." خو د آزادۍ جبهې د جمعې له غرمې وروسته په خپله ایکس پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې ادعا کړې چې په مخامخ نښتو کې "۲۱ طالبان، چې د هغوی څو قوماندانان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي".

آزادي راډیو په خپلواکه توګه د هېڅ لوري ادعا نه شي تاییدولی.

د آزادۍ جبهې د خپل یوه وسله وال وژل کېدل تایید کړي، خو طالبانو خپلو ځواکونو ته د اوښتې احتمالي مرګ ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

دغه جبهه همداراز ادعا کوي چې طالبان یې له خپلو اډو په شا تمبولي او د هغوی ګڼ پوځي تجهیزات یې ترې نیولي دي.

خو د حریت راډیو د راپور له مخې، د طالبانو ۲۱۹ عمر ثالث فرقې ادعا کړې چې وسله ‌وال کسان له لنډې نښتې وروسته د پاکستان د چترال د "شاه سلیم" سیمې ته تښتېدلي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، او ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه دا ادعا نه شي تاییدولی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د جمعې په شپه د "جبهه سپاهیان میهن" په نوم د یوې نوې جوړې شوې ډلې کسانو د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ کنټرول د څو ساعتونو لپاره په لاس کې اخیستی و.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان ‌الله کامګار هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي وو چې یوې وسله ‌واله ډلې د یو شمېر لوړپوړو امنیتي چارواکو له رخصتۍ څخه په استفادې، د شپې لخوا د یفتل پایین ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ برید وکړ. نوموړي زیاته کړې وه چې څو ساعته وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او بریدګر یې په شا وتمبول.

له دې پېښې وروسته د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت سیمې ته سفر وکړ او رسنیو ته یې وویل چې دغه کسان د طالبانو له ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري او کله ناکله په بېلابېلو نومونو د خپل ځان موجودیت اعلانوي.

په دې اړه نور:

بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ


په بدخشان کې وروستۍ نښته له تېرو پېښو سره توپیر لري

خو پخوانی ډ یپلومات او د سیاسي چارو کارپوه عزیز احمد بارز وايي چې په بدخشان کې وروستۍ نښته له تېرو پېښو سره توپیر لري. د هغه په باورد لومړي ځل لپاره د طالبانو مخالفینو له دوی سره مخامخ جبهه ‌یي جګړه کړې ده.

هغه وویل: "دا بیخي روښانه ده چې نه یوازې په بدخشان، بلکې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم ښايي ژر لا د ډېرو وسله‌ والو نښتو شاهد واوسو. دا طالبانو ته د خطر زنګ دی چې د ظلم حکومت دوام نه شي کولی."

په بدخشان کې وسله والې نښتې داسې مهال پیښږي چې شاوخوا درې اونۍ وروسته د اګسټ پنځلسمه پرافغانستان د طالبانو د بیاواکمنیدو پنځه کاله پوره کیږي خو حکومت یې له روسیې پرته د نړۍ بل هیڅ یوه هیواد هم په رسمیت ندی پیژندلی.