د پاکستان پوځ: په خیبرپښتونخوا د وسله والو په برید کې ۱۵ کسان وژل شوي چې ۱۲ یې پوځیان دي

آرشیف

د پاکستان پوځ تایید کړه چې په خیبرپیښتونخوا کې د وسله والو په یوه برید کې د سرتیرو او پولیسو په ګډون پنځلس کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د جمعې په ورځ په خبرپاڼه کې وویل چې وسله والو د شپې له خوا له یوې امنیتي پوستې سره له چاودیدونکو موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړه چې په نتیجه کې یې دولس پوځیان، دوه پولیس او یوحکومتي چارواکی ووژل شول.

دا پیښه د خیبرپښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې شوې ده. د خبرپاڼې له مخې په ځوابي نښتو کې دولس وسله وال وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې د دغه برید مسولیت منلی او په یوه بیان کې یې ویلي چې د څلورو انتحاریانو له خوا ترسره شوی دی.

د پاکستاني طالبانو دا ډله له ۲۰۰۷ کال راهیسې د حکومت پرضد جګړه مخ ته وړي او هدف یې د حکومت نسکورول او په دې هیواد کې د خپل تفسیرله مخې د شرعت نافذول دي.

اسلام‌اباد تورپورې کوي چې د دې ډلې وسله وال په افغانستان کې له خوندي پټنځایونو څخه په استفادې د پاکستان دننه بریدونه ترسره کوي، هغه تور چې د طالبانو حکومت تل ردکړی او ویلي یې دي چې سختدریځي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.