د جولای۲۴ مه ،«د ځان ساتنې» نړیواله ورځ ؛ تاسو خپل ځانته څومره پاملرنه کوئ؟

ارشیف

نن د جولای ۲۴مه د ځان ساتنې یا ځان ته د پاملرنې او مراقبت نړیواله ورځ ده. ځیني کسان  نه یوازې دا چې دا موضوع خپله په جدي ډول مراعتوي، بلکې نوروته یې هم سپارښتنه کوي. ډاکټران هم ځان ساتنه د ټولو لپاره ډېره مهمه ګني.

د کابل د تایمنیو اوسېدونکی ۷۵ کلن حفیظ الله وايي " ما چې همغه لومړي عملیات وکړل، ډاکټر راته وویل چې ته به درې شیان کم خوري، مالګه، غوړ او بوره."

دی چې د زړه ناروغي لري او دوه ځلي یې تر اوسه د زړه جراحي هم کړې ده وايي، ډاکټرانو چې ورته د ځان ساتنې په خاطر کومې لارښوونې کړې دي په جدي ډول یې عملي کوي.

مالګه ځکه مه خوره چې ستا فشار بیا لوړېږي، بل دا چې غوړي باید کم وخورې، دغه شان بوره، ځکه بوره شکر ته ښه نه ده
حفیظ الله


حفیظ الله ازادي راډیو ته وویل: " ویل یې مالګه ځکه مه خوره چې ستا فشار بیا لوړېږي، بل دا چې غوړي باید کم وخورې، دغه شان بوره، ځکه بوره شکر ته ښه نه ده، که څوک قلبي تکلیف ولري او شکر هم شي بیا مشکلات یې زیاتېږي، دغه شان راته یې ویلي چې باید اوبه ډېرې وڅښی او واک وکړې یعنې وګرځي، نو همیشه زه باید د ورځې نیم ساعت وګرځم. "

نوموړی وايي، نه یوازې دا چې دا موارد خپله عملي کوي نورو ته یې هم سپارښتنه کوي:

" دا موارد زه عملي کوم او نور ځایونو ته هم چې چیرې ملمستیا ته ولاړ شم یا یو محفل وي هلته هم دا سپارښتنه کوم چې غوړي ډېر مه خورئ، مالګه ډېره مه خورئ، ډیری دا عادت لري، رواش له مالګې سره خوري، غورې له مالګې سره خوري، مثلاٌ بادرنګ له مالګې سره خوري، دا ډېر خرابه کار دی، نو دا مسایل زه خپله هم مراعتوم او نورو ته یې سپارښتنه کوم."

د یادونې ده چې مخکې یو شمیر کورنیو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې ناروغ غړي یې ډ ډاکټرانو سپارښتنې ته سم پام نه کوي او دوی اړ دي چې ویې څاري پرهیز پرې عملي او د درملو خوړل هم ور په یاد کړي.

روغتیا پالان وايي ځان‌ساتنه هغه شعوري او داوطلبانه کړنه ده چې یو څوک یې د خپل فزیکي، رواني، عاطفي، ټولنیز او معنوي روغتیا د ساتنې یا لوړولو لپاره ترسره کوي.

د دوی په خبره دا مفهوم د ځان‌پوهولو او د انسان د حقیقي اړتیاوو د پېژندنې پر بنسټ ولاړ دی، او له خلکو سره مرسته کوي تر څو تر خپلې وسې د خپل ځان د روغتیا مسؤلیت پر غاړه واخلي، مشروط پر دې چې هغه وکولای شي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر ناصر فګار ددغو ناروغانو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

غوره ده چې متحرک اووسي، قدم ووهي یو کتاب مطالعه کړي، یو ښه کتاب چې ده ته نوی ذهنیت ورکړي، خوشحالي ورکوي
ډاکټر ناصر فګار


" بل چا ته منتظر ونه اوسي چې هغه راشي او دوا ورکړي، که چیرې د ده پښه کار کوي یا لاس کار کوي، یا ډیری ناروغان دي که پر بستر محکوم هم نه وي کوشش کوي چې دوامداره پروت اووسي، چې په راتلونکي کې ورته ستونزې لکه ژور خپګان پېښولای شي، نو غوره ده چې متحرک اووسي، قدم ووهي یو کتاب مطالعه کړي، یو ښه کتاب چې ده ته نوی ذهنیت ورکړي، خوشحالي ورکوي، روحي ارامتیا ورکوي، بل دا چې ټولنیزې اړیکې دوستانو سره ولري راشه درشه وکړي، البته که ساري ناروغي ونه لري."

دی وايي، څېړنې ښيي هغه کسان چې په منظم ډول ځان ته متوجه وي، لږ تر لږه له فشار، اندېښنې، خپګان، کاري ستړیا او لا مزمنو او خطرناکو ناروغیو سره نه مخ کېږي، بلکې بر عکس ناروغۍ ته یې په پام ورځ په ورځ بهتري په کې راتلای شي.

د یادونې ده چې له ځان مراقبت او ساتنه یوازې رنځورو کسانو ته نه متوجه کېږي، بلکې روغ کسان هم که غواړي ناروغ نه شي باید له خپل ځان خپله ساتنه او مراقبت وکړي.

ډاکټران سپارښتنه کوي، چې ځان ساتنې لپاره باید صحي، متوازن او مغذي خواړه وخوړل شی، له نیم ساعت تر یو ساعت پورې په ورځني ډول فزیکي فعالیتونه یا ورزش وشي، له ۷ نه تر ۹ ساعتونو پورې په کافي اندازه خوب وشي، محیطي او شخصي حفظ الصحه مراعت او دغه شان ذهني ارامښت هم وساتل شي.

ځان ساتنه د اسلام له بنسټیزو اصولو څخه هم ده.

نن د جولای ۲۴ د ځان ساتنې یا ځان ته د پاملرنې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د ځان ساتنې د نړیوال بنسټ له خوا نومول شوې چې د نړي په ډیری هیوادونو کې نمانځل کېږي، له دې نمانځلو موخه د یادې موضوع په اړه د عامه پوهاوي پراخول دي.