عراقچي: ایران د هر هغه ابتکار ملاتړ کوي چې د یو با امنه،پرمختللي او دپراخ بنسټه حکومت لرونکي افغانستان په ګټه تمام شي

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو د شانګهای دهمکارۍ سازمان غونډې ته وویل چې تهران له هر هغه ابتکار څخه ملاتړ کوي چې د یوه خوندي، باثباته، پرمختللي، له ترهګرۍ پاک او د پراخ بنسټه حکومت لرونکي افغانستان د رامنځته کېدو لامل شي. شنونکي وايي تهران هڅه کوي چې په اوسنیو شرایطو کې هم طالبان او هم پاکستان راضي وساتي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، هېواد یې له هر هغه نوښت ملاتړ کوي چې د یوه خوندي، باثباته، پرمختللي، له ترهګرۍ پاک او د ټولګډونه حکومت لرونکي افغانستان د رامنځته کېدو لامل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا په غونډه کې، چې د قرغزستان د چولپون‌اتا ښار کې جوړه شوې، د افغانستان لپاره د ټولګډونه حکومت د جوړېدو د ملاتړ خبره په داسې حال کې کړې چې تهران له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، او د ایران او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د پوځي شخړو له پیل وروسته دغه اړیکې لا پسې نژدې شوې دي.

په ورته وخت کې، طالبانو په څو خلي ټینګار کړی چې د دوی حکومت ټولګډونه دی، په داسې حال کې چې نه یوازې په کابینه کې، بلکې د دوی د حکومت په هیڅ یو لوړ پوست کې کومه ښځه نه تر سترګو کېږي.

نو په داسې شرایطو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وروستۍ څرګندونې تر کومه بریده جدي ګڼل کېدای شي؟

په دې اړه په سویس کې افغان سیاسي شنونکي ډاکټر طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل:

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په حقیقت کې غواړي طالبان خوښ وساتي، ځکه د ایران لپاره مهمه ده چې په دغو جګړه‌ییزو شرایطو کې د ایران له ختیځ لوري کوم ګواښ یا برید رامنځته نه شي
ډاکټر طارق فرهادي


"د ایران د بهرنیو چارو وزیر په حقیقت کې غواړي طالبان خوښ وساتي، ځکه د ایران لپاره مهمه ده چې په دغو جګړه‌ییزو شرایطو کې د ایران له ختیځ لوري کوم ګواښ یا برید رامنځته نه شي؛ د بېلګې په توګه د بګرام هوايي اډه امریکایانو ته ورنه کړل شي. نو ځکه د ایران لپاره ډېره مهمه ده چې طالبان ځان ته نږدې وساتي. په ورته وخت کې، دا چې د طالبانو او پاکستان اړیکې خرابې شوې دي، ایرانیان په نړیوالو غونډو کې د پاکستان دریځ هم په پام کې نیسي او دله ترهګرۍ پاک افغانستان یادونه کوي، څو پاکستان هم راضي وساتي."

د شانګهای دهمکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا دوه ورځنۍ غونډه د جولای په ۲۳مه (د زمري په لومړۍ نېټه) د قرغزستان د چولپون‌اتا ښار کې پیل شوې.

د «استانه ټایمز» د راپور له مخې، د چین په ګډون د بهرنیو چارو یو شمیر وزیران، به د جولای تر ۲۵مې پورې په قرغزستان کې حضور ولري. هغوی به د شانګهای په غونډه کې د ګډون ترڅنګ، په دغه هېواد کې دوه اړخیزې لیدنې او نور رسمي پروګرامونه هم ترسره کړي.

افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای همکارۍ سازمان د ناظر غړي په توګه حضور لري، خو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته،د دې سازمان په غونډو کې دافغانستان ګډون په عملي ډول محدود شوی دی.

سره له دې، د شانګهای همکارۍ سازمان په خپلو رسمي اسنادو کې افغانستان لا هم د ناظر هېواد په توګه یادوي، او د افغانستان لپاره د شانګهای د سازمان دتماس ډله د افغانستان د ثبات او بیارغونې لپاره د همغږۍ او ملاتړ د یوه میکانیزم په توګه لا هم په دې سازمان کې ساتل شوې ده.