د افغانستان کریکټ بورډ: د ۲۰۲۶ کال د اسیايي سیالیو لپاره د افغانستان د الف ټیم نوملړ به ډیر ژر اعلان شي

د افغان ابداليانو کرکټ لوبډله.

د افغانستان د کریکټ الف ټیم به د ۲۰۲۶ کال د اسیایي سیالیو د مقدماتي لوبو په «A » ګروپ کې د کوربه هیواد جاپان او نیپال سره لوبې کوي.

په «B » ګروپ کې به هانګ کانګ ، مالیزیا او عمان لوبیږي.

د قرعې له مخې چې نتایج یې د پنجشنبې په ورځ اعلان شول ، هند، بنګله ‌دېش، پاکستان او سریلانکا په مستقیم ډول په کوارټرفاینل پړاو لوبې کوي.

د کریکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته وویل چې دغوراوي کمیټه به ډیر ژر ددغو لوبو لپاره د افغانستان د الف ټیم نوملړ اعلان کړي.

د لسو لوبډلو په ګډون دغه شل اوریزې سیالۍ د سپټمبر په ۲۴مه د جاپان په ناګویا ښار کې پیلیږي.

د یادونې وړده چې دافغانستان د کریکټ ملي ټیم راتلونکې اګست میاشت کې د ایرلند په وړاندې ۵ یو ورځنۍ بین المللي لوبې لري.