نیویارک ټایمز: ایران د ټرمپ لخوا د اوربند وړاندیز رد کړی

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د څو کسو ایراني او عراقي چارواکو له قوله راپور ورکوي چې د ایران حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اوربند وړاندیز رد کړی دی.

د رپوټ په اساس دغه وړاندیز،تهران څخه د عراق د صدراعظم علي زیدي د لیدنې په مهال ایراني اړخ ته رسول شوی دی.

د عراق صدراعظم ایران ته دسفر په ترځ کې ولسمشر مسعود پزشکیان ، د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف او نورو چارواکو سره ولیدل.

د وړاندیز جزییات څرګند شوي نه دي خو ایراني چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې دا یواځې د میز په سر وړانديز دی او دوی داسې یو لنډمهاله توافق ته چې د هرمز تنګي مسئله په کې حل نشي لیوالتیا نلري.

په عین حال کې رپوټونه وايي هرمز تنګي څخه د تجارتي بیړیو تګ راتګ تقریبا دریدلی دی. د بیړیو د حرکت د څارنې د شرکتونو معلومات ښيي چې د پنجشنبې په ورځ له دغه تنګي څخه د تیریدونکو بیړیو شمیر په تیرو ۷ اونیو کې ترټولو ټیټې کچې ته ورسید.

ددغو معلوماتو په اساس د پنجشنبې په ورځ د «نیو جاینت» په نامه یواځې یوه لویه بیړۍ چې دبصرې ۲ میلیونه بیرله خام نفت په کې بار وو له هرمز تنګي وتلې او د چین په لور یې حرکت کړی.

د پنجشنبې په ورځ هیڅ کومه بیړۍ هرمز تنګي ته داخل شوې نه ده.

د چهارشبنې او سه شنبې په ورځو کې هرمز تنګي څخه په ترتیب ۳ او ۸ بیړۍ تیرې سوي دي.

په عادي حالاتو کې به له دغه ستراتيژیک تنګي څخه د ورځې تر ۱۵۰ بیړۍ تیریدلې.