د امریکا پوځ پر ایران د خپلو شپنیو بریدونو یو بل پړاو پای ته ورساوه

فارس خلیج کې دامریکا سمندري ځواکونه د عملیاتو په حال کې .

د امریکا پوځ وايي په ایران کې یې د خپلو شپنیو عملیاتو یو بل پړاو پای ته ورساوه.

منځني ختیځ کې دامریکا د پوځ مرکزي قومانداني ،(سنتکام)په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه عملیات د ایران په وخت دسهار په ۴:۳۰ بجو پای ته ورسیدل.

اعلامیه زیاتوي چې یادو عملیاتو ۲ ساعته او ۱۵ دقیقې دوام وکړ چې په ترځ کې یې "د پوځي قوماندې مراکز، د بې پیلوټه الوتکو تاسیسات او زیرمتونونه ، ارتباطي شبکې ، د رادار او ساحلي څارنې ځایونه او بحري امکانات په نښه شول."

سنتکام تیره شپه ویلي وو چې دغه بریدونه د هرمز تنګي څخه تیریدونکو تجارتي بیړیو او ملکي ماڼوګرو ته د ایران د ګواښونو د کمولو لپاره ترسره کیږي.

اعلامیې وویل چې هرمز تنګی د ایراني ځواکونو له بریدونو سره سره نه دی تړل شوې او بیړۍ دامریکا د اردو په بدرګه په کې تګ راتګ کوي.

بلخوا ایراني رسنۍ رپوټ ورکوي چې دامریکا لخوا د جمعې دسهار د بریدونو په نتیجه کې ۴ کسه وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان دي.

رپوټ کې د خوزستان ولایت د امنیتي مرستیال ولی الله حیاتي له قوله راغلي چې د اهواز ښار په شاوخوا ځینو نقاطو باندې د امریکا د توغندیز برید په ترځ کې ۴ کسه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ویل کیږي چې دوه کسه نور په بندر عباس د امریکايي ځواکونو د تیرماښام برید کې ټپیان شوي دي.