د نورستان سیلاب ځپلو ته د ځینو مرستندویه سازمانونو او هېوادونو مرستې رسېدلي.
له دې ډلې اغاخان بنسټ هم خوراکي او نورې اړینې مرستې نورستان ته وړي چې د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې په خبره ژر به په سیلاب ځپلو او اغېزمنو کسانو وویشل شي.
اخوا د ایران او هند مرستې هم د نورستان سیلاب ځپلو ته رسېدلي.
دوشنبه په نورستان کې د یوه خطرناکه سیلاب په راوتلو سره لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او ۸۰ نور کسان ټپیان شول.
تر سلو زیات نور کسان لا هم ورک دي.
په نورستان سربېره په ننګرهار او لغمان کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه اړولي.
ملګرو ملتونو تایید کړې چې د افغانستان په ختیځ کې سیلابونو لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د دوی مرستندویه ټیمونه په سیمه کې حضور لري خو د ژغورنې او مرستو بهیر د لارو د خرابوالي په خاطر له ستونزو سره مخ دی.