روانه اونۍ سلګونه افغانان د پاکستان له بند خونو ازاد او هیواد ته ستانه شول

یو شمیر هغه افغانان چې روانه اونۍ د پاکستان له بند خونو ازاد او افغانستان ته ستانه شول.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د پنجشنبې ورځې خبرپاڼه وايي روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو یو زر او ۹۹ افغان کډوال ازاد او د ننګرهار او کندهار ولایتونو له لارې هېواد ته راستانه شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل او د مختلفو لاملونو له امله بندیان وو، چې له ډلې یې ۸۹۶ تنه د تورخم او ۲۰۳ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي.

دغه کسان په داسې حال کې افغانستان ته ستنیږي چې پاکستاني چارواکو د جولاي میاشتې له لسمې نیټې راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او ستنولو نوې لړۍ پیل کړې.

پاکستاني چارواکي خپل دغه کمپاین دهغو بهرنیانو د نیولو او اخراج لپاره عملیات بولي چې په وینا یې په دغه هیواد کې د اوسیدو لپاره د اعتبار وړ اسناد نلري.

ملګري ملتونه وايی له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶ ملیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.