رویترز خبري اژانس د چارواکو په حواله رپوټ ورکوي چې د روانې اونۍ په ترځ کې افغانستان،پاکستان او دهند په شمال کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۸۲ کسان مړه شوي او کرنیزې ځمکې، بنسټیزې زیربناوې او عامه تاسیسات هم سخت زیانمن شوي دي.
د رپوټ په اساس، د افغانستان د نورستان ولایت او د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان مړه او لږ تر لږه ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز د هند د آسام ایالت چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله هلته لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي، چې ورسره د روانې اوونۍ د مړو شمېر ۳۶ تنو ته رسېدلی دی.
د آسام د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د چهارشنبې ورځې په راپور کې ویلي چې د ایالت په ۱۱ ولسوالیو کې له ۶۵۰ زرو څخه ډېر کسان د سختو بارانونو له کبله اغېزمن شوي دي.
بلخوا د اقلیم د بدلون کارپوهان وايي، سره له دې چې افغانستان او پاکستان د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې ډېره لږه ونډه لري، خو د اقلیم د بدلون له اغېزو څخه تر ټولو ډېر زیانمن هېوادونه دي. په دغو هېوادونو کې د سېلابونو، وچکالیو، د واورو د ویلې کېدو او د اوبو د کمښت زیاتېدونکي ګواښونه د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.