له سېلابونو وروسته د ناروغیو له زیاتېدو د مخنیوي په اړه د روغتیا سازمان سپارښتنې

په نورستان کې خونړي سېلابونو

افغانستان کې له تازه سېلابونو وروسته په هېواد کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې د سېلاب ځپلو سیمو خلکو ته یوه لارښونه خپره کړې ده.

سپارښتنه شوې چې له سېلاب وروسته د څښاک اوبو کې باید احتیاط وشي، خوندي او پاکې اوبه وڅکل شي، له هغو خوړو باید ډډه وشي چې د سېلاب اوبو سره تماس کې وي، خواړه وپوښل شي او لاسونه ومینځل شي.

دغه راز سپارښتنه شوې چې اوبه په خوندي ځای کې ذخیره شي او که څوک ناروغ وي کافي اوبه وڅکي.

د دوشنبې په ورځ نورستان ، ننګرهار او لغمان کې ناڅاپي سېلابونه راغلل چې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیان یې د نورستان مرکز پارون ښار ته اړولی دی.

وروستۍ رسمي شمېرې ښيي چې پارون کې د دغه سېلاب په نتیجه کې لږترلږه ۲۳ کسان مړه او شاوخوا ۸۰ تنه نور ټپیان شوي او لسګونه کسان دد غه خبر تر لیکلو لادرکه دي. د تلفاتو شمېر امکان لري لوړ شي.