رحمت شاه د حشمت‌الله شهیدي په ځای لوبډلمشر وټاکل شو

ارشیف، رحمت شاه «ښی لور» او حشمت الله شهیدی (کین لور)

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د حشمت‌الله شهیدي له استعفا وروسته، رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو.

حشمت‌الله شهیدي د سه شنبې په ورځ وویل چې د خپلې شخصي پریکړې په اساس استعفا کوي.

رحمت شاه چې له دې مخکې یې د مرستیال لوبډلمشر مسئولیت په غاړه درلود په ځای یې رحمن‌الله ګربز ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ خبرپانه وايي ښاغلی رحمت شاه له نړیوال کرکټ او د لوبډلې له جوړښت سره ځانګړې تجربه لري او د رحمن‌الله ګربز په مرسته به د یوه مجرب لوبډلمشر په توګه افغانستان ته سترې بریاوې ورپه برخه کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړه دغه لوبغاړي به د ایرلند پر وړاندې دراتلونکې لوبلړۍ پر مهال دغه مسئولیتونه په غاړه ولري.