ملګرو ملتونو د سېشنبې په ورځ په غزې تړانګه کې د اسرائیل د پوځي بریدونو د زیاتېدو غندنه وکړه او ویېویل چې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیان چې شپږ ماشومان هم پهکې شامل دي، په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند، ثمین الخیطان، وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له اعلان څخه نهه میاشتې تېرې شوي، خو لا هم په غزه کې د فلسطینیانو لپاره هېڅ خوندي ځای نه شته.
د هغه په وینا، د جولای له ۱۳مې څخه تر ۲۰مې پورې د اسرائیل بریدونو د استوګنې ودانۍ، د بېځایه شویو خلکو خیمې او ګڼ مېشتې سیمې په نښه کړي چې له املهیې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې په وروستیو بریدونو کې یې د حماس او اسلامي جهاد ډلې مرکزونه، د مهماتو زېرمتونونه او پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.
حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې لهخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبرداری ورکړی چې د ملکي وګړو د وژنو دوام، د بشرپالنې له نړیوالو قوانینو د سرغړونو او د احتمالي جنګي جرمونو په اړه جدي اندېښنې راپارولای شي.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اکټوبر له میاشتې راهیسې چې اوربند ټینګ شوی، تر اوسه په غزه کې له ۱،۱۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو هم په همدې موده کې د ۶۸۵ کسانو وژل کېدل تأیید کړي دي.