په نورستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳ ته پورته شو

په نورستان کې د سیلونه له کبله اوښتي زیانونه

په نورستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳ ته پورته شو.

د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت نن سه شنبې په یو ویډيو پیغام کې وویل،" د نورستان په مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې د سیلابونو له کبله ۲۳کسان مړه، ۸۰ تنه ټپیان او له سلو ډیر لا هم تري تم دي".

د همت په ټکو، دغو سیلابونو په پراخه کچه خلکو ته مالي زیان اړولی دی.

پرون دوشنبې په نورستان کې له شدیدو بارانونو وروسته سیلونه راووتل.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې سیلابونه په مرکز پارون او نورو سیمو کې ودانۍ لاندې کوي او سخت زیانونه اړوي.

بل پلو، د هوا پیژنې ریاست نن سه شنبې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې د شدید باران او له کبله يې د سیلابونو د جاري کیدو اټکل کړی دی.