ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ماښام د ایران د شېراز ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
سپاه پاسداران ته نږدې فارس خبري اژانس ویلي، لومړني راپورونه ښيي چې د شېراز ښار په شمال لوېدیځه برخه کې پر یوې سیمې هوايي برید شوی دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) تر دې دمه د دغه برید په اړه کومه اعلامیه نهده خپره کړې.
د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې نوی پړاو له نهو ورځو راهیسې روان دی او ایراني رسنیو د دوشنبې په سهار د ختیځ او لوېدیځ اذربایجان او بوشهر ولایتونو پر ځینو سیمو د بریدونو خبر ورکړی و.
بلخوا د کوېټ پوځ د دوشنبې په ماښام، وروسته له هغې چې په دغه هېواد کې د چاودنو د غږونو راپورونه خپاره شول، اعلان وکړ چې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د نوې څپې پر وړاندې دفاع کوي.
د کوېټ پوځ په یوه اعلامیه کې دا بریدونه ایران ته منسوب کړي دي.
د امریکا او ایران ترمنځ د روانې جګړې په ترڅ کې، د ایران وسله والو ځواکونو په وروستیو ورځو کې پرلهپسې کوېټ او بحرین په نښه کړي دي.
کویټي چارواکو ویلي چې دغو بریدونو ځینو ملکي تأسیساتو ته زیان رسولی دی.
په عین حال کې راپورونه وایي چې د عمان اوبو ته نږدې دوه د نفتو ټانکرونه هم تر برید لاندې راغلي دي.
د یونان د کښتۍ چلونې شرکت "ډایناکام ټانکرز" ویلي چې د دغه شرکت تر مدیریت لاندې دوه د نفتو ټانکرونه د دوشنبې په ورځ د عمان ساحلي اوبو څخه د تېرېدو پر مهال تر برید لاندې راغلل.
د امریکا او ایران ترمنځ د نهمې پرلهپسې شپې متقابلو بریدونو له دوام وروسته، د خامو نفتو نړیواله بیه د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره هر بېرل له ۹۰ ډالرو واوښته.