نورستان کې د دوشنبې شدیدو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

د نورستان پارون کې د نننیو سېلابونو د ویجاړيو یو انځور

د نورستان ولایت مرکز کې د دوشنبې شدیدو سیلابونو درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي. چارواکي وايي تراوسه د یولسو کسانو اجساد میندل شوي او لسګونه کسان ورک دي.

د نورستان ولایت مرکز کې د دوشنبې شدیدو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم ازادي راډیو ته وویل چې شاوخوا ۱۰۵ کسان لادرکه دي او تر اوسه د ۱۱ تنو مړي موندل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پارون بازار ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د نورستان مرکز پارون د دوشنبې له شدیدو بارانونو وروسته له ویجاړوونکو سېلابونو سره مخ شو.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې سېلابونه ښار کې ودانیو ته وراوړي او سخت زیان رامنځته کوي.

بلخوا د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د سې شنبې په ورځ به بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې باران واوري او د توفان او سېلابونو اټکل هم شوی دی.

افغانستان کې د روان کال سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي او په ځینو مواردو کې یې لارې او عامه تأسیسات هم له‌منځه وړي دي.