په عراق کې یو امریکایي سرتیری د ایران په برید کې ووژل شو

د امریکا پوځ په ایران کې د بریدونو د یوې بلې لړۍ د ترسره کیدو او په عراق کې د یوه امریکایي سرتیري د وژل کیدو خبر ورکوي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ، سینټکام وویل چې په عراق کې د ایران د یوې بې ‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو امریکایي سرتېری ووژل شوچې په دې سره د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهالې هوکړې راهیسې په تازه بریدونو کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیردریو ته ورسید. دغه راز د څلورم امریکایي سرتیري چې په اردن کې د دوو وژل شویو امریکایي سرتیرو ترڅنګ یې د بې درکه کیدو راپورورکړل شوی و، هم د مړینې احتمال زیات شوی دی. سنټکام د جولای په ۱۹مه په خبرپاڼه کې وویل چې په عراق کې امریکايي سرتیری هغه مهال ووژل شول چې د ایران د یوې راپرځېدلې بې ‌پیلوټه الوتکې ناچاودې مهماتو ته یې په کنټرول شوې بڼه چاودنه ورکوله. د پوځ په خبره په دې پيښه کې یو بل سرتیری برسیرن ټپي شوی چې اوس تردرملنې لاندې دی. سینټکام دغه راز وویل چې پرایران یې د نهمې پرله پسې شپې بریدونه پای ته رسولي دي. پوځ ویلي چې د ایران پر ځینو پوځي ځایونو دغه بریدونه د دې لپاره ترسره شول چې په هرمزتنګي کې په تیریدونکو سوداګریزو کشتیو د ایران د بریدونو وړتیا نوره هم کمزورې کړي.

په عین حال کې سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو ویلي چې په کویټ، بحرین او سوریه کې یې د امریکا پراډو بریدونه کړي دي.