ایران یو افغان تبعه د یکشنبې په سهار اعدام کړی

د ایران د اعدامونو سره تړلی عکس

د ایران قضایه قوې د اصفهان د «میدان علیخاني» له قضیې سره په تړاو د یوه افغان او یوه ایراني د اعدام خبر ورکړ.

د ازادې اروپا فردا راډیو د راپور په اساس میزان اژانس چې د ایران قضایه قوې پورې تړلې ده خبر ورکړی چې د عرفان اسفندیاري او افغان تبعه ګل محمد محمدي اعدام د یکشنبې په سهار د اصفهان په دستګرد زندان کې اجرا شو.

تېره اوونۍ په ایران کې د نیول شویو کسانو د وضعیت د تعقیب کمېټې خبرداری ورکړی و چې د اصفهان د «میدان علیخاني» له قضیې سره د تړلیو ۱۲ کسانو لپاره د اعدام حکمونه د ایران د سترې محکمې له خوا تایید شوي.

د راپورونو له مخې په دې ۱۲ کسانو کې د افغانستان څو اتباع هم شامل دی.

د اصفهان علیخاني میدان قضیه د ۱۴۰۴ کال د جدي/سلواغې ۱۸مې پېښه ده چې د ایران د بسیج ځواکونو څلور غړي په یوه برید کې ووژل شول.

له پېښې سره په تړاو لږ تر لږه ۵۹ کسان نیول شوي.

ایران په دې وروستیو کې د نورو ایرانیانو تر څنګ ګڼ افغانان هم اعدام کړي.

د ایران د بشري حقونو سازمان هه‌نګو په اصفهان کې د افغان تبعه ګل محمد محمدي د اعدام خبر تایید کړی.
د دغه سازمان د یوه راپور په اساس ایران تېره جون میاشت لږ تر لږه ۱۰۹ کسان اعدام کړي. په دې ډله کې پنځه افغان اتباع هم شامل دي.