له لوړو زده کړو راګرځول شوې د کابل ښار اوسېدونکې حلیمه چې مخکې یې په یو ه طبي انستېتیوت کې زده کړې کولې خو د طالبانو د بندیز له امله اوس په کور ناسته ده وایي، اوس یې تصمیم نیولی چې د هند انلاین بورسیو ته نوم لیکنه وکړي او د مدیریت برخه ولولي.
دې ازادي راډیو ته وویل: " اوسنیو شرایطو کې چې د نجونو پر مخ د حضوري او عصري زده کړو دروازې تړل شوي، انلاین زده کړې یو لوی فرصت او غنیمت دی چې باید مونږ ترې استفاده وکړو، که څه هم په افغانستان کې چې اقتصادي او نورې ستونزې موجودې دي موثریت یې کم دی خو بیا هم مونږ باید ترې استفاده وکړو او دا فرصت له لاسه ورنه کړو. "
دا انلاین پروګرامونه هغوی ته دا امکان برابر کړي چې له خپل کوره څخه لوړې زده کړې تعقیب کړي
له زده کړو بلې راګرځول شوې نجلۍ فاطمې هم ازادي راډیو ته ورته خبره وکړه: " نجونې پوهنتونونو کې له حضوري زده کړو محرومې دي، تر یوه بریده به دا انلاین پروګرامونه هغوی ته دا امکان برابر کړي چې له خپل کوره څخه لوړې زده کړې تعقیب کړي، اکثره افغان نجونې استعداد لري کولای شي، خو اندېښنه لرم چې د انترنیټ د ستونزې له کبله به ونه شی کولای، ځکه چې په افغانستان کې د خلکو اقتصاد په ځانګړي ډول د نجونو ښه نه دی. "
هند اعلان کړی چې افغانانو ته به زر انلاین تحصیلي بورسونه برابر کړي.
د هند د کلتوري اړیکو شورا (ICCR) د چنګاښ په ۲۱مه، په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل، چې دغه بورسونه د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تحصیلي کال لپاره ځانګړي شوي دي. د دې پروګرام له مخې، غوښتونکي کولای شي په انلاین ډول د مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنر او په یو شمېر نورو برخو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د اعلان له مخې، د دغو بورسونو لپاره د نوم لیکنې بهیر د جولای له ۱۵مې (د چنګاښ ۲۴مې) د جولای تر ۲۴مې (د زمري تر ۲مې) پورې دی.
دغه بورسونه د تحصیل د فیسونو، نوم لیکنې، ازموینو او د فراغت سند د صادرولو بشپړ لګښتونه تامینوي.
د زده کړو د برخې فعالان که څه هم دا د افغان ځوانانو په ځانګړي ډول د افغان نجونو لپاره یو ښه فرصت بولي خو ټینګار کوي چې انلاین زده کړې هیڅ وخت د حضوري زده کړو ځای نشي نیولای او د هند له حکومت غواړي چې افغانانو ته د ویزو په ورکولو سره په هغه هیواد کې د حضوری زده کړو زمینه هم برابره کړي.
هغه اسانتیاوې چې په پوهنتون کې دي د لابراتوارونو، استادانو ته اسانه لاسرسی، دغه شان کتابتون او نورو خدمتونو ته لاسرسی دا په محصل ډیر تاثیر لري
له دې ډلې سلیمان اسدالله ازادي راډیو ته وویل: " صنفي محیط نه نیولی د پوهنتون تر فضا او د هغې تر څنګ هغه اسانتیاوې چې په پوهنتون کې دي د لابراتوارونو، استادانو ته اسانه لاسرسی، دغه شان کتابتون او نورو خدمتونو ته لاسرسی دا په محصل ډیر تاثیر لري، بل د کور چاپیریال، د انترنیټ ستونزې، د برق ستونزې او په ټوله کې د مناسب چاپیریال نه شتون دا د زده کړې کیفیت متفاوته کوي. "
د یادونې ده چې مخکې یو شمیر نورو هیوادونو هم د افغانانو لپاره بېلابیل بورسونه اعلان کړي چې کره شمیر یې نه دی معلوم خو د ښاغلي اسدالله چې د زد کړو اړوند اطلاعات تعقیبوي په خبره له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۶ زرو زیات افغانان د بېلابیلو هیوادونو له بورسیو برخمن شوي او خپلې زده کړې مخته وړي.
هند په داسې حال کې د افغانانو لپاره د دغو زر انلاین بورسونو د برابرولو خبره کوي چې نږدې پنځه کاله کېږي په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او ښځینه محصلانې هم په پوهنتونونو او طبی انستېتیوتونو کې د زده کړو له دوام منع شوې دي. دې وضعیت زرګونه نجونې دې ته اړې کړې چې انلاین ښوونخیو او پوهنتونونو ته مخه کړي.
په دې اړه نور:
له زده کړو محرومې نجونې؛ پر زده کړو د طالبانو پنځه کلن ځنډ درنې پایلې لريپه افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پر نجونو د زده کړو محدودیت د افغانانو او هم نړیوالې ټولنې له پراخ غبرګون سره مخ دی.
خو طالب چارواکو چې تل یې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د افغان نجونو د حقونو د تامینېدو ادعا کړې د دوی د زده کړو موضوع د افغانستان کورنۍ مساله بللې او بېلابیل دا غبرګونونه او اندېښنې یې جدي نه دي نیولي.
د یادونې ده چې هند مخکې افغان ځوانانو او پیغلو ته د حضوري زده کړو بورسیې هم ورکولې خو په افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې افغانانو ته ویزې بندې کړي چې له امله یې ډیری هغه محصلین چې په رخصتۍ افغانستان ته تللي وو، هلته بندپاتې شوي او هند کې یې زده کړې نیمګړې پاتې دي.