د نیمروز ولایت په دښتو کې د هغو پنځو ځوانانو جسدونه موندل شوي چې غوښتل يې په قاچاق لارو ایران ته لاړ شي.
د دې ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند ګل محمد قدرت نن یکشنبې سیمه ییز رسنیو ته ویلي، "د هغو نهو ځوانانو له ډلې چې غوښتل يې په قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي د پنځو تنو جسدونه موندل شوي او څلور نور نادرکه دي".
د قدرت په ټکو، جسدونه په دښتو کې موندل شوي.
قدرت وړاندې وویل،"دغو ځوانانو په دښتو کې لار ورکه کړې وه چې د تندې او لوږې له کبله مړه شوي دي".
یو شمیر سیمه ییزو رسنیو د دغه ځوانانو شمیر ۱۹کسان ښودلی دي.
دا معلومه نه ده چې دغه ځوانانو کله سفر پیل کړی و، خو په ټولنیزو کې د هغې هلیکوپترې ویډيوګاني چې ظاهرا په کې د دغو ځوانانو په لټه کې ده د شنبې ورځې راهیسې لاس په لاس کیږي.
له کلونو راهیسې افغان ځوانان د کار په لټه ایران ته په قاچاقي لارو سفر کوي.
له دې مخکې هم په ځلونو په دې لار په سلهاوو افغان ځوانانو ژوند بایللی دی.